ولسمشر اردوغان په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستون شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د وروستیو پرمختګونو له امله په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستون شو

1783478
ولسمشر اردوغان په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستون شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې د پرې کولو پریکړه کړې وه هیواد  ته راستون شو.

ولسمشر اردوغان درې افریقايي هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې خپل دویم تم ځای سینیګال ته رسیدلی وو چې  د اوکراین د وروستیو پرمختګونو له امله يي خپل سفر په نیمايي پرې او هیواد ته راستون شو.

ولسمشر اردوغان په سینیګال کې د لیدونو کتنو نه وروسته ددې هیواد د ولسمشر ماکي سال سره په ګډه د سینیګال د فوټبال لوبغالي د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ. وروسته د سینیګال د ولسمشر لخوا د هغه په ویاړ په جوړه شوې میلمستیا کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان ګینه بیسایو ته خپل سفر راتلوونکې تاریخ  ته د ځنډولو  پریکړه وکړه او هیواد ته راستون شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر اردوغان هیواد ته راستون شو او نن به د اوکراین په اړه جوړیدونکې د ناټو سازمان د مشرانو په انلاین سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د ناټو سازمان د مشرانو د مشریزې اجنډا د روسېې لخوا  د اوکراین په ختيځ کې د دونتسک او لوهانسک خپلواکو سیمې خپلواکي په رسمیت پیژندل او اوکراین ته مخامخ ګواښونه دي.



اړوند خبرونه