په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵۸۶۱ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1710651
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۴۱ زره او ۲۲۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۵۸۶۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸۷۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۰۷ میلیونه ۸۴۰ زره او ۴۰۴ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی" دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر یو ځل بیا په هغه هیوادوالو چې تر اوسه پورې د کرونا واکسین ندی کړی هر څه ژر د واکسین کولو بلنه ورکړه.