ولسمشر اردوغان د اوزبیکستان د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1701275
ولسمشر اردوغان د اوزبیکستان د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې ولسمشر اردوغان د اوزبیکستان د ولسمشر میرضیایوف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمې پر مهمو مسئلو خبرې کړي‌ دي.

همداشان دواړو مشرانو د ترکیې او اوزبیکستان ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پراختیا په خاطر د بعضو ګامونو په اوچتولو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د اوزبیکستان د خپلواکۍ د دیرشمې کلیزې له امله میرضیایوف ته مبارکي‌ وویله.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه لومړنی هیواد دی چې اوزبیکستان خپلواکي‌ په رسمیت پيژندلې او لومړی هیواد ته چې په ټاشکند کې سفارت پرانیستی دی چې مونږ پدې افتخار کوو. همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه د ابدي‌ دوستۍ او همکاریو د تړون ۲۵ کلیزه چې ډیر خوښ یو.

همداشان ولسمشر اردوغان  وویل چې د اوزبیکستان د ولسمشر میرضیایوف سره صمیمي‌ دوستي‌ او د دواړو ملتونو ترمنځه د دوستۍ او ورورولۍ پر بڼسټ ولاړ ستراتیژیک شراکت په ډیره چټکه توګه د پرمختګ په حال کې دی چې  ددې له امله ډیر خوښ یو.



اړوند خبرونه