ولسمشر اردوغان په مشرۍ د هیواد مشرانو د اتاترک مزار انت کبیر زیارت وکړ
په ټول هیواد کې د اګست ۳۰ د ستر بري لمانځنې پيل شوې
په ټول هیواد ، شمالي قبرس ترک جمهوریت او د هیواد نه بهر د ترکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د اګست ۳۰ ستر بری د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
د اګست ۳۰ ستري بري د لمانځونو په چوکاټ کې لومړني مراسم د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک په مزار انت کبیر کې جوړ شول.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي شورا رئیس ، د سیاسي ګوندونو مشرانو او ټولو دولتي اراکینو په ګډون هیئت د غازي مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان او ورسره ملت هیئت لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته يي د درناوي مراسم پر ځای کړل.
ولسمشر اردوغان وروسته د میثاق ملي څلي ته په تیریدو سره هلته د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب لاسلیک کړ او داسې ولیکل !
" عزیز اتاترکه ، زمونږ د خپلواکۍ پر لورې د تللې لارې د زنځیر د طلايي حلقې د اګست د ۳۰ د ستر بري د ۹۹ کلیزې د لمانځنې په موخه یو ځل بیا ستاسې په حضور کې قرار لرو. پدې تاریخي ورځ کې ستاسې ذات عالي او د ټولو عزیز شهیدانو نه په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو. مونږ ته مو د ټاکلو اهدافو په رڼا کې ترکیه روښانه راتلوونکې پر لورې بیایو.
د دفاعي صنایع په برخه کې مو د اوچتو کړو ګامونو سره زمونږ د ملت د سترګو نور وسله والو ځواکونو طاقت ، قوت او اغیزې لا پسې ډیرو. د ډیموکراسۍ، حق ، عدالت او ازادیو په برخه کې د ترسره کړو اصلاحاتو سره د جمهور او جمهوریت ترمنځه اړیکې لا پسې تحکیموو.
ستاسې امانت د ترکیې جمهوریت په امینو او ډاډمندو لاسونو کې دی ، روح مو ښاد "
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره ، د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ ،د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای، د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو، د ملیت پالو غورځنګ مشر دولت باغچلي، د ښه ګوند مشرې میرال اقشنر، لوی درستیز یاشار ګولر، د کابینې غړیو، د قضايي ارګانونو مشرانو، د قوتونو قومندانانو ، د سیاسي ګوندونو استازو، بیورکراټانو او دولتي اراکینو ګډون کړی وو.