په ترکیه کې د اورلګیدونو پر خلاف مبارزه دوام لري
په ترکیه کې د ۱۰۷ جلا جلا اورلګیدونو نه ۹۸ يي تر کنټرول لاندې نیول شوي دي
د ترکیې د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل چې په ترکیه کې د رامنځته شوو ۱۰۷ اورلګیدونو نه ۹۸ اورلګیدنې تر کنټرول لاندې نیول شوي دي او ۹ اورلګیدنې اوس هم دوام لري.
هغه وویل چې د تیرو ۴ ورځو راهیسې په ترکیه کې ډیرې زیاتې اورلګیدنې رامنځته شوي دي. تر اوسه پورې جمعآ ۱۰۷ اورلګیدنې رامنځته شوي دي چې ۹۸ يي تر کنټرول لاندې راغلي دي او ۹ اورلګیدنې اوس هم دوام لري.
هغه وویل چې د انتالیا ولایت د ماناوګاټ ، ګوندوموش او غازي پاشا په ولسوالیو کې اورلګیدنې اوس هم دوام لري او د کنټرول لاندې د نیولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري.
هغه وویل چې اورلګیدنې اوس هم په ډیره جدي توګه دوام لري. د مرسین ولایت د ایدن جیک په ولسوالۍ کې اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راغلې ده.
په ادانا ولایت کې ټولې اورلګیدنې تر کنټرول لاندې راغلي دي.
هغه وویل چې د موغلا ولایت د مارماریس، بودروم، میلاس او کوی جي ایز په ولسوالیو کې اورلګیدنې دوام لري. د ټولو امکاناتو سره ددې اورلګیدنو د کنټرول لاندې د نیولو هڅه کوو.
د هیواد بهر راغلو د اور وژنو الوتکو او د هیواد دننه د اور وژنې الوتکو او چورلکو ترمنځه په هماهنګۍ کې د روانو اورلګیدونو د کنټرول لاندې د نیولو او وژلو چارې دوام لري. انشاالله چې په ډیره لنډه موده کې به پاتې اورلګیدنې هم تر کنټرول لاندې راشي.
هغه وویل چې یواځې په مارماریس کې د اورلګیدنې پر خلاف په مبارزه کې ۳ الوتکې، ۹ چورلکې، ۱۴۶ د اور وژنې موټرې، ۲۰ د اوبو ټانکران، ۸ بیلډوزر ماشینونه او ۵۲۹ تنه پرسونل په دنده بوخت دي.