په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۵۳۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1669304
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۹۸۷۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۱۸ زره او ۹۲۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۴۵۳۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۱۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۷۰۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۶۱ میلیونه ۴۵۵ زره او ۲۱۸ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۲ میلیونه ۳۵۳ زره او ۳۵۷ تنو ته رسیدلې ده .