په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۷۳۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۶۷۸۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۲۱ زره او ۲۱۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۷۳۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۲۰۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۱۵۶۱ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
· د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۵۳ میلیونه ۳۸ زره او ۶۵۱ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۸ میلیونه ۳۹۸ زره او ۴۹۰ تنو ته رسیدلې ده .