په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸۸۱۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۰۵۰۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۴۲ زره او ۱۹۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۸۸۱۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۳۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۵۲۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۷ میلیونه ۵۰۴ زره او ۱۹۳ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو او سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۲ میلیونه ۹۶۰ زره او ۲۱۴ تنو ته رسیدلې ده .