په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۲۷۹۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۴۷۳۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۱۰ زره او ۴۲۰ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۲۷۹۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۴۱۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۰۱۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۲ میلیونه ۵۰۹ زره او ۹۰۵ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د کرونا ویروس د لیدل کیدو د پیل نه راپدیخوا دا لومړی خل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پيښو شمیره ۶۰ زرو اوړي.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۹ میلیونه ۳۵۷ زره او ۴۴۱ تنو ته رسیدلې ده .