د ترکیې دیني‌ چارو ریاست : د روژې په میاشت کې به تراویح لمونځ په کورونو کې اداء کړو

د ترکیې دینې چارو ریاست : د پراخې وبا ناروغۍ له امله د روژې په میاشت کې په جوماتونو کې تراویح لمونځ ته اجازه نه ورکول کیږي

1615742
د ترکیې دیني‌ چارو ریاست :  د روژې په میاشت کې به تراویح لمونځ په کورونو کې اداء کړو

د ترکیې د دیني‌ چارو رئیس پروفیسو علي‌ ایرباش وویل چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ د لا زیات خوریدو د مخنیوي او تدابیرو په چوکاټ کې  به په ترکیه کې د تراویح لمونځ‌ په جوماتونو کې اداء نشي.

هغه وویل چې د عالم اسلام لپاره د ځانګړي‌ اهمیت نه برښمند د درې میاشتو  نه د رمضان میاشت به د اپریل د میاشتې په ۱۳ مه نیټه پيل شي.

هغه دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د روژې د میاشتې په اړه په جوړې شوې ځانګړې غونډه کې وکړې.

هغه د روژې د میاشتې په اړه د ترکیې د دیني‌ چارو د ریاست پریکړې هم اعلان کړې .

هغه وویل چې د ترسره کړو ډیرو زیاتو سلامشورو او بحثونو نه وروسته پدې نتیجه ورسیدو چې د روژې په میاشت کې  تراویح لمونځ په جوماتونو کې نه بلکې په کورونو کې اداء کړو.

هغه وویل که چیرې د روژې د میاشتې په اوږدو کې د کرونا ویروس په سیر  کې تغیر راشي‌ او یو اندازه تر کنټرول لاندې ونیول شي‌ کیدای شي‌ چې تراویح لمونځ ته په جوماتونو کې اجازه ورکړل شي.

هغه وویل چې په موجودو حالاتو کې دا به ډیره ګرانه وي‌ چې په جوماتونو کې  تراویح لمونځ ته اجازه ورکړل شي.

همداشان هغه وویل چې  ددینه مخکې د ترکیې د دیني‌ چارو عالي‌ شورا  هم اعلان کړی دی واکسین روژې ته هیڅډول ضرر نه رسوي‌ او پر واکسین روژه نه ماتیږي.


پيوندونه: #تراویح , #ترکیه

اړوند خبرونه