د ترکیې د نفوس وروستي ارقام اعلان شول.

د ترکیې نفوس تیر کال ۴۵۹ زره او ۳۶۵ تنه ډیر شوی دی

1577080
د ترکیې د نفوس وروستي ارقام اعلان شول.

 

د ترکیې نفوس ۸۳ میلیونه ۶۱۴ زره او ۳۶۲ تنو ته رسیدلی دی.

د ترکیې د احصایې ملي ادارې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر د ۳۱ مې نیټې د شپې تر ۱۲ بجو پورې د هیواد د نفوس وروستي ارقام خپاره کړل. د نوموړو شمیرو له مخې د ترکیې نفوس د تیر کال په پرتله ۴۵۹ زره او ۳۶۵ تنو په ډیریدو سره ۸۳ میلیونه ۶۱۴ زره او ۳۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.

ویل کیږي دا هغه رقم دی چې په ترکیه کې ژوند کوي.

د احصایې ادارې د شمیرو له مخې په ترکیه کې د نارینوو شمیره ۴۱ میلیونه ۹۱۵ زره او ۹۸۵ تنه او د ښځو نفوس بیا ۴۱ میلیونه ۶۹۸ زره او ۳۷۷ تنه دی.

په ترکیه کې د نارینوو نفوس ۵۰ عشاریه یو سلنه او د ښځو نفوس بیا ۴۹ عشاریه ۹ سلنې ته رسیدلی دی.

د احصایې ادارې د شمیرو له مخې په ترکیه کې په رسمي توګو د میشتو بهرنیانو شمیره تیر کال د ۱۹۷ زره او ۷۷۰ تنو په راټیټیدو سره یو میلیون ۳۳۳ زره او ۴۱۰ تنو ته راټیټه شوې ده . په ترکیه کې د میشتو بهرنیانو ۴۹ عشاریه ۷ سلنه يي نارینه او ۵۰ عشاریه ۳ سلنه يي ښځې تشکیلوي. دا شمیره البته هغه بهرنیانو شمیره ده چې په ترکیه کې په رسمي توګه اقامت ترلاسه کړی دی.


پيوندونه: #نفوس , #ترکیه

اړوند خبرونه