د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د ترکیې تجربې د روغتیا نړۍوال سازمان په مجله کې چاب شوي دي

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په اړه ارزونې د روغتیا نړۍوال سازمان په مجله کې د سرمقالې په توګه نشر شوې .

1577242
د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د ترکیې تجربې د روغتیا نړۍوال سازمان په مجله کې چاب شوي دي

 

پدې مقاله کې په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د بریالۍ مبارزې په اړه معلومات ورکړ شوي دي. په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه د څه باندې یو میلیون تنو روغتیايي پرسونل  تجربې، د تشخیص تداوۍ او پالنې خدماتو او د ویروس د تماس د تعقیب ډلو قوي مبارزې د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی دی.

همداشان سیمه ایزو کلینیکونو او فامیلي ډاکټرانو د یو پلو نه د پراخې وبا د مدیریت او ددې ترڅنګ هیوادوالو ته نورمال خدماتو وړاندې کولو ددې مبارزې سره ډیره زیاته مرسته کړې ده.

همداشان ترکیې تیر کال د ۴۴ زرو تنو نوي روغتیايي پرسونل د استخدامولو سره د کرونا ویروس د بحران پر خلاف د مبارزې په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت کړی او دا مبارزه يي لا پسې قوي کړې ده . ددې ترڅنګ يي په هیواد کې د روغتیايي پرسونل د حفاظت په خاطر ټول لازم تدابیر نیولي او هغوې ته يي د حفاظت کیتونه په خپل وخت سره رسولي دي چې دې مسلې هم مهم رول لوبولی دی.

همداشان ترکیې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په دوران کې نړۍوال همکارۍ او همغږۍ ته هم ډیره زیاته پاملرنه کړې ده او ۱۵۶ هیوادونو او ۹ نړۍوالو سازمانونو سره يي د طبي توکو او سامان آلاتو مرسته کړې ده.

ددې ترڅنګ يي هیوادونه، مسلکي سازمانونه او اړوند ادارات په ۲۰۲۱ کال کې د هیواد په روغتیايی سکتور کې د لا زیاتو پانګه اچونو لپاره هڅولي دي.



اړوند خبرونه