بایدن د انګلستان ، شینګن او څو نورو هیوادونو نه امریکا ته په سیاحت بندیز ولګول
جو بایدن د شینګن سیمې، انګلستان، ایرلنډ، برازیل او سویلي افریقا هیوادونو نه امریکا ته په سیاحت بندیز ولګو.
جو بایدن د شینګن سیمې، انګلستان، ایرلنډ، برازیل او سویلي افریقا هیوادونو نه امریکا ته په سیاحت بندیز ولګو. د ویلو ده چې امریکايي وګړي ددې بندیز نه استثناء نیول شوي دي.
د انګلستان په ګډون په یو زیات شمیر هیوادونو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې د موندل کیدو او خپریدو له امله امریکا ولسمشر بایدن د تدابیرو په چوکاټ کې د انګلستان، شینګن سیمې، ایرلنډ، برازیل او سویلي افریقا د هیوادونو نه امریکا ته په سیاحت کولو بندیز ولګو.
د امریکا ولسمشر جو بایدن د یو اجرايي فرمان په صادرولو سره د نوموړو هیوادونو نه امریکا ته په سیاحت بندیز ولګول. ددې ترڅنګ يي ددې فرمان سره د ولسمشر ټرمپ هغه فرمان چې په اروپايي تولنې، انګلستان، ایرلنډ او برازیل باندې امریکا ته د سیاحت بندیز موده يي د جنوري په ۲۶ مه نیټه یعنې نن پایته رسیده هم لغوه کړ. پدې لست کې د سویلي افریقا هیواد نوم هم اضافه کړ او نوی بندیز يي ولګو.
د بایدن لخوا په خپور شوي فرمان کې ویل شوي دي چې د کووید ۱۹ ناروغۍ د نوې بڼې له امله د ناروغۍ د خپریدو سرعت په نظر کې نیولو سره د ناروغیو د کنټرول او مدابیرو مرکز د سیاحت په نړۍوالو سیاستونو بیا کتنه وکړه. پدې چوکاټ کې د شینګن سیمې ، انګلستان، ایرلنډ، برازیل او سویلي افریقا نه امریکا ته په سیاحت د بندیز لګولو پریکړه وکړه.
ددې پریکړې له مخې د ذکر شوو هیوادونو او یا د نورو هیوادونو وګړي چې نوموړو هیوادونو ته سفر کړي وي او ۱۴ پکې اقامت کړی وي امریکا ته د سفر او داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي. ددې پریکړې نه د امریکا وګړي استثناء نیول شوي دي.