په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۵۵۰ مثبتې پيښې ثبت شوي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۳۸۳۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۶ زره او ۷۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۵۵۰ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۰۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۲۵۴ زره او ۵۲ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۲۲۶۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۷ میلیونه ۲۲۳ زره او ۴۴۵ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. د هیواد ولسمشر تیره ورځ وویل چې تر اوسه پورې څه باندې ۸۰۰ زرو تنو روغتیايي پرسونل ته واکسین تطبیق شوی دی او هیڅډول ستونزه نده رامنځته شوې . دا بهیر به د پروګرام په مطابق په ډیره چټکه توګه دوام وکړي. انشاالله چې نور واکسین به هم راورسیږي.