په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۹۰ زرو ته نږدې شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۰۷۲۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۵ زره او ۲۴۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۴۳۶ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۸۹ زره ۲۵۶تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۳۴ زره او ۲۹۳ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۲۶۵۴ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۴ میلیونه ۸۴۶ زره او ۱۹۲ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.