په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۳۰۶ زرو نه واوښته

1495658
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۶۳۹    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۴ زره او  ۳۱۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۶۹۲ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۰۶  زره ۳۰۲ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان چې په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶۱  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۶۹ زره او  ۶۹۶ ته لوړه شوې ده.

 

همداشان  د ناروغانو د ۱۵۲۲    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۴۹۶ زره  او ۲۶۸   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه