ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې او اروپآ د شورا مشر سره خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلیس میشل او جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مذاکراتو او ډیالوګ د کانالونو د راژوندي کیدو په نقطه کې د مطابقت پرمختګ د یونان له لارې د اوچتیدونکي ګامونه ډیر مهم دي.
ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلیس میشل او جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې ، اروپايي ټولنې د شورا او جرمني ترمنځه د ویدیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه وشوه.
پدې غونډه کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې.
پدې غونډه کې چې د ختیځې مدیترانې په روانو ستونزو هم بحث وشو ترکیې د یونان سره د اکتشافي لیدونو پيلولو لپاره چمتوالی وښود.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او یونان ترمنځه د مذاکراتو او ډیالوګ د کانالونو د راژوندي کولو په نقطه کې د مطابقت پرمختګ د یونان له لورې د اوچیتدونکو ګامونو پورې تعلق لري. د یونان له لورې اوچتیدونکي ګامونه ډیر زیات مهم دي.
ولسمشر اردوغان وویل پوره باور لري چې د ختیځې مدیترانې په اړه د شمالي قبرس ترک جمهوریت په ګډون یو هړ اړخیزه کنفرانس جوړیدل به د ستونزې د حل سره ډیره زیاته مرسته وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې په هیله چې د راتلوونکې پنجشبنې پر ورځ پلیدونکي د اروپايي ټولنې د مشرانو سرمشریزه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي. د ښه نیت سره د ګمرک د یووالي د تړون، ویزې معافیت او کډوالو د هوکړه لیک د مسئلو په اړه غوڅو ګامونو اوچتول به پرته د شکه چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې یوه نوې مثبته دوره پیل کړي او دا اړیکې به لا لوړې سویې ته ورسوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې سره د اروپايي ټولنې سالمه همکاري د سیمه ایزو ستونزو د حل سره ډیره زیاته مرسته کوي. همداشان ولسمشر اردوغان د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه اړیکې مثبت لورې ته د بیولو په برخه کې د مرکل او میشل د هلو ځلو نه مننه وکړه.