ولسمشر اردوغان : د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو میاشتو کې به د کرونا ویروس ضد واکسین بازار ته وړاندې کړو
د ولسمشر اردوغان لخوا د کرونا پر وړاندې د مبارزې په اړه مهمې څرګندونې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې انشاالله چې د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو میاشتو کې بازار ته د د کرونا ویروس ضد واکسین د وړاندې کولو پلان لرو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ د کابینې غونډې نه وروسته وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې نوي پړاو ته تیر شوي یو. د ترلاسه شوو تجربو له مخې مو نوې ستراتیژې ګانې جوړې کړي دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په اتو د کرونا ضد واکسین باندې چارې دوام لري لري چې ددوې له جمع نه د دوو چارې يي وروستي پړاو ته رسیدلي دي. د دوو واکسینونو په حیواناتو باندې ازمایښتونه په بریالیتوب سره سرته رسیدلي دي.
د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو میاشتو کې د کرونا ضد واکسین بازار ته د وړاندې کولو پلان لرو.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د کرونا ویروس د اوبا ناروغۍ د پیل راهیسې د نیولو قوي تدابیرو ، ناروغانو ته عالي روغتیایي خدماتو او دا بهیر په ډیره ښه توګه د رهبري کولو په برخه کې د نړۍ په کچه نمونه د مثال د هیوادونو نه یو دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کافي او رستورانتونو د کنټرول، د ناروغو کسانو د قرنطین د مودې د تعقیب او د ۶۵ کلونو د عمر نه د لوړو عمر لرونکو د ښاري ټرانسپورت باندې د ځینو محدودیتونو لګولو په برخه کې به د تدابیرو کچه لا لوړه کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې تدابیرو هیوادوال د مشکلاتو او ستونزو سره د مخامخ کولو لپاره ندي بلکې د هغوې د روغتیا او سلامتیا په خاطر نیول کیږي.