ولسمشر اردوغان د یوناني ورځپاڼې پر خلاف د سپکاوۍ په خاطر اقامه د دعوا وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل مدافع وکیل په ذریعه د یونان د دیموکراتیا ورځپاڼې د خاوند، تحریر مدیرانو او نشراتو د مسئول پر خلاف ولسمشر ته د سپکاوي په تور اقامه د دعوا وکړه.
په درخواست کې راغلي دي چې د یونان ورځپاڼې لخوا زمونږ د ښاغلي ولسمشر پر خلاف کارول شوی بیان د اخلاقي پلوه د ډرامتیک سقوط تر ټولو بدرنګ تظاهر دی. که چیرې د یونان د خلکو چوپتیا ته وګورو دا اخلاقي سقوط یواځې د افراطي ډلو او پلونو د نظر تظاهر نکوي.
ښکنځل د هغو برخو کار دی چې د څه ویلو لپاره څه ونلري او یا هم که څه ولري د خبرو کولو استعداد ونلري. ښکنځل د مخاطب لوري لپاره نه بلکې د ویونکي لپاره د شرم او خجالت او پستۍ ځای دی. دا سپکاوی یواځې زمونږ د ولسمشر شخص ته نه بلکې په مدیترانه کې کې د ترکیې قوي ارادې او زمونږ د ملت لوړو منافعو ته هم شوی دی.
د بله پلوه د انقرې څارنوالۍ د یونان د ورځپاڼې په اړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته سپکاوی کړی دی ولسمشر ته د سپکاوي په تور د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړ.
لوی څارنوالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د یونان د ډیموکراتیا ورځپاڼې د مسئولینو پر خلاف د ترکیې د جزا قانون د ۱۲، ۱۳ او ۲۹۹ مادو له مخې ولسمشر ته د سپکاوي په جرم د تحقیقاتو د پیلولو پریکړه وکړه. د یوناني ورځپاڼې پر خلاف تحقیقات پیل شول.