په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره د ۳۰۰ زرو نه واوښته

1493756
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

  په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۴۴۵    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۷زره او  ۴۱۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۵۳۸ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۰۱  زره ۳۴۸  ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۶۶  زره او ۱۱۷تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۴۳۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۱۷۳ زره ۶۹۴  ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه