د ترکېې د پوځي‌ الکترونیک تولیداتو شرکت د قزاقستان لپاره مصنوعي‌ تنفس ماشینونه تولیدوي

د ترکیې د پوځي‌ الکترونیک  تولیداتو شرکت اسلسن د قزاقستان د ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو لپاره ۱۵۰۰ د مصنوعي تنفس ماشینونه تولیدوي.

1488108
د ترکېې د پوځي‌ الکترونیک تولیداتو شرکت د قزاقستان لپاره مصنوعي‌ تنفس ماشینونه تولیدوي

 

په قزاقستان کې د اسلسن انجینیرینګ د څانګې رئیس ضیا چام اوغلو وویل چېد قزاقستان د روغتیا وزارت سره د ۱۵۰۰ مصنوعي‌ تنفس ماشینونو په اړه قرار داد لاسلیک کړ.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د قزاقستان نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو چې په ۲۴۳ ولایتونو او ولسوالیو کې موقعیت لري لپاره دا د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه تولیدوي‌ او تسلیموي. همداشان ددې روغتیايي مرکزونو پرسونل ته به د ماشینونو په اړه روزنه ورکړي او ماشینونه به ورته فعاله تسلیم کړي.

هغه وویل چې دا ماشینونه به پخپله په قزاقستان کې تولید کړي. دا لومړی ځل دی چې پدې هیواد کې لوړې تکنالوژۍ ماشینونه تولیدیږي. هغه وویل چې په تولیداتو پيل شوی دی او په نږدې راتلوونکې کې به يي قزاقستان حکومت ته وسپاري.

هغه ویلي دي چې په قزاقستان کې د اسلسن شرکت فابریکه ددې هیواد اړتیاوو د پوره کولو توان او ظرفیت لري.

هغه وویل چې د قزاقستان نه يي د نورو طبي ماشین الاتو فرمایش هم ترلاسه کړی دی. هغه وویل چې د قزاقستان د اړتیاوو د پوره کیدو نه وروسته به نورو هیوادونو ته په صادراتو هم پیل وکړی.


پيوندونه: #قزاقستان , #ترکیه

اړوند خبرونه