د ترکیې په ادلب کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید
د سوریې د ادلب په سیمه کې د ترهګرو په برید کې ټپي شوی د ترکیې د وسله والو ځواکونو یو تن سرتیری په روغتون کې شهید شو.
1485910
د ترکیې د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د سوریې د ادلب په سیمه کې ټپي شوی سرتیری په روغتون کې شهید شو.
په بیان کې راغلي دي دې پیښې چې مونږ په زړه دردولي یو د شهید سرتیري لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، غمجنې کورنۍ ، ترکیې وسله والو ځواکونو او ترک ملت ته د الله د دربار څخه د صبر غوښتنه کوو.
همداشان د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د شهید سردار اسلان په خاطر د تسلیت پيغام خپور کړی دی.