ترکېې لپاره د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه امیر ونیول شو
د ترکیې امنیتي ځواکونو د ترکیې لپاره د داعش امیر ونیو
د ترکیې لپاره د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه امیر ونیول شو.
د ترکیې د کورنیو چارو سلیمان سویلو د ترکیې لپاره د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه د امیر د نیولو کیدو نه خبر ورکړ.
کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د ترکیې لپاره تش د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه د امیر د نیولو له امله د ترکیې د امنیتي ارګانونو نه مننه وکړه.
د ویلو ده چې د ترکیې لپاره د داعش ترهګرې ډلې امیر محمود اوزدن د استانبول د استخباراتو او ترهګرې پر خلاف د مبارزې د ریاست د ځواکونو لخوا په ادانا ولایت کې نیول شوی دی.نوموړی په ادانا ولایت کې د نیول کیدو نه وروسته استانبول ته راول شوی دی او د تحقیقاتو نه وروسته د محکمې لخوا حپس ته اچول شوی دی.
هغه ویلي دي چې د ترکیې لپاره د داعش ترهګرې ډلې امیر د ډیرو مهمو پلانونو سره نیول شوی دی.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د داعش ترهګرې ډلې ته دا تر ټولو ستر ګوزار دی چې ورکول کیږي.