په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۶۳۲۶ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۲۶۸ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۳۲۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۱ زره او ۳۰۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۸۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۶۸ زره ۵۴۶ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۴۳ زره او ۸۳۹ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۹۴۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۷ میلیونه ۲۸ زره ۳۹۰ ته لوړه شوې ده. د ویلو ده چې د ځاني تلفاتو شمیره د څو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره پدې اندازه لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.