د ترکیې او اذربایجان ترمنځه ګډ پوځي تطبیقات دوام لري
د ترکیې او اذربایجان د وسله والو ځواکونو لخوا ګډ پوځي تطبیقات دوام لري.
1470937
د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو د اذربایجان د جنګي الوتکو سره په ګډه الوتنې ترسره کړې.
د ویلو ده چې د ترکیې او اذربایجان د وسله والو ځواکونو لخوا په اذربایجان کې پيل شوي « تور اذ شاهین ۲۰۲۰ » په نامه پوځي عملیات دوام لري.
د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو او د اذربایجان جنګي الوتکو د پوځي تطبیقاتو په چوکاټ کې د جوړې شوې سناریو او پلان په مطابق غبرګو او په دسته جمعي توګه الوتنې وکړې او ټاکل شوي هدفونه يي له منځه یوړل .
په بیان کې راغلي دي چې پيلوټان خپلې دندې په ډیر بریالیتوب سره پرته د هر ډول ستونزې اجرا کړې.