په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۷ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۷۹۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۴ زره او ۴۹۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۱۵۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۷ زره او ۲۶۵ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۲۰ زره او ۵۴۶ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۵۸۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره پنځه میلیونه ۸۱ زره ۸۰۲ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر ویلي دي چې ننۍ د مړو او مثبتو پيښو شمیره د تیرې ورځې په پرتله کمه ده خو دا ارقام د سبا او یا د یوې اونۍ وروسته ضمانت نکوي. ښه خبر یواځې او یواځې د کلکو تدابیرو او د ټولو قوانینو د مراعات کولو سره ممکن دی.