ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند : هیڅوک ترکیې ته د درس ورکولو حق او توان نلري

1461646
ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د یونان چارواکیو څرګندونې چې د خلکو د پارولو او په سیلانیک کې  د ترکیې د بیرغ د سوځول لامل ګرځیدلي‌ دي‌ په کلکه توګه وغندلې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي‌ اقسوی ، د ایا صوفیه کبیر جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله د یونان د غبرګونونو اړوند پوښتنې ځواب کړې.

اقسوی وویل چې ، یونان د ایا صوفیه جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو په بهانه په اصل کې د اسلام او ترکیې پر خلاف خصمانه او دښمنیو ډک دریځ یو ځل بیا ښکاره کړ.

هغه زیاته کړه چې د یونان د حکومت او پارلمان  غړیو د دښمنیو ډکو څرګندونو چې د خلکو د پارولو او په سیلانیک کې د ترکیې د شانداره بیرغ د سوځیدو لامل ګرځیدلي دي‌ په کلکه توګه غندو.

ایا صوفیه یو ځل بیا د عبادت پر مخ د پرانیستو نه زغمونکي‌  د اروپا نازدانه بچي یو ځل بیا په افراطیت لاس پورې کړی.

هغه زیاته کړه " هغه افراطي کوپړیو ته چې تر تر اوسه پورې د تیر تاریخ نه درس ندی اخیستی د ایژې په سیمه کې خپل عاقبت باید په یاد کړي. یونان چې د ۵۶۷ کلونو راهیسې تر اوسه پورې د بیزانس د خوب نه نده ویښه شوې باید نور دا خوب او خیالونه یوې غاړې ته پریږدي او ددې دروند خوب نه ویښه شي. دا حقیقت باید ومني."

ویاند وویل چې په هیواد کې په مسلمانانو لږه کیو فشارونه او ظلمونه د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پریکړو سره ثابت شوي‌، د پولو په منځ کې د تاریخي‌ جوماتونو په سوځیدو او شهیدیدو سترګې پټوونکی هیواد یونان په اروپا کې یواځنی هیواد دی چې په پلازمینه کې یو جومات هم شتون نلري.

هغه وویل چې د ملي حاکمیت د حقونو نه د استفادې په مسئله کې هیڅوک ترکېې ته درس ورکولی نشي. د ترک ملت د ازادې ارادې او غوښتې په رڼا کې د عبادت پر مخ پرانیستل شوي‌ ایا صوفیه جومات زمونږ د هیواد د نورو کولتوري شتمنیو په څیر د ترکیې ملکیت دی او تر قیامته به د ترکیې ملکیت او شتمنۍ پورې شتوالي‌ ته دوام ورکړي.

د ایا صوفیه جامع جومات  د عبادت پر مخ پرانیستل په ۱۹۷۲ میلادي کال کې د یونسکو د نړۍوالو کولتورونو او طبعي‌ میراثونو د حفاظت په خاطر د لاسلیک شوي‌ تړون سره سم ترسره شوی دی.

ترکیه په هیواد کې ټولو دینونو حقونو او ازادیو ته د درناوي د رسم او رواجونو په رڼا کې تل ټولو دینونو ته غیږ پرانیستې ده او ددینه وروسته به هم ټولو دینونو لارویانو ته غږ پرانیزي. د ایا صوفیه جومات به ددینه وروسته هم د ټولو دینونو د لارویانو پر مخ پرانیستی وي.


پيوندونه: #غبرګون , #یونان , #ترکیه

اړوند خبرونه