په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ عالي عسکري شورا نن غونډه وکړه.
د ترکیې عالي عسکري شورا نوې پریکړې اعلان کړې
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عالي عسکري شورا غړیو د غونډې نه مخکې لومړی ترکیې جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک مزار (انت کبیر) زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان او ورسره مل هیئت د اتاترک مزار ته د ګلانو د ګیډۍ ایښود او درناوي مراسمو نه وروسته په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ.
ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل ! د سوریې نه تر لیبیا پورې، د ختیځې مدیترانې نه تر ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پورې زمونږ وسله وال پوځ ترلاسه کړو سترو بریالیتوبونو سره په اصل کې زمونږ د پوځ استعداد او ظرفیت ښکارندويي کوي.
د ترکیې وسله وال پوځ د ستر دسپلین، قوت او لوړ قابلیت سره د اغزنو سترګو پر وړاندې د هیواد د امنیت او بقاء تضمین دی.
وروسته د ولسمشر اردوغان په مشرۍ عالي عسکري شورا غونډه پیل شوه.
په سږنۍ غونډه کې د عالي شورا د تصامیمو او پریکړو په رڼا کې ۱۷ تنو جنرالانو ترفیع او ۵۱ ډګروالانو ته د جنرالۍ رتبو ته د ارتقاع ورکړل شوه.
همداشان د عالي عسکري شورا پریکړو په رڼا کې د ۳۵ جنرالانو د دندې موده د یو کال لپاره او د ۲۹۴ ډګروالانو د دندې موده د دوو کلونو نورو لپاره وغځول شوه.
همداشان ۳۰ تنه جنرالان د بستونو د نشتوالي له امله تقاعد ته سوقیدو او په هیواد کې به د جنرالانو شمیره چې اوسمهال ۲۲۶ ته اګست د ۳۰ مې نیټې نه وروسته ۲۴۷ ته لوړه شي.
همداشان د عالي عسکري شورا د پریکړو له مخې د هیواد دویم ستر درستیز ډګرجنرال متین ګوراک او سمندري ځواکونو قومندان ارجمند تاتلي اوغلو ستر جنرالۍ رتبو ته د ارتفاع ورکړل شوه.