د ترکیې د حقاري په ولایت کې دوه تنه سرتیری په شهادت ورسید
ترهګرو په حقاري ولایت کې دوه تنه اتل سرتیري په شهادت ورسول
1458625
د ترکیې د حقاري په ولایت کې د پ ک ک ترهګري سازمان په برید کې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پ ک ک ترهګري سازمان په حقاري ولایت کې د لرې مصافې نه په پوځي هډې د توغندي برید کړی وو چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري ټپیان شوي وو.
ټپي شوو سرتیرو په روغتون کې د ډاکټرانو د مداخلې او هلو ځلو سره سره ژوند د لاسه ورکړ او شهیدان شول.
په بیان کې راغلي دي د هغه سیمې نه چې پر پوځي هډې د توغندي برید شوی وو د تثبیت نه وروسته د اټاک جنګي چورلکو او په وسلو سمبال ډرون الوتکو لخوا هوايي بریدونه شوي او په نښه شوې سیمې ټول له منخه وړل شوي دي.