ترکېې ملي دفاع وزارت د قبرس د سولې د عملیاتو د کلیزې په مناسبت ویدیويي پیغام خپور کړ
ترکیې وسله والو خواکونو ۴۶ کاله مخکې د قبرس ترکانو د سر او مال نه د دفاع په خاطر په قبرس د سولې عملیات ترسره کړل
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د قبرس د سولې د عملیاتو د ۴۶ مې کلیزې په مناسبت په خپور کړي ویدیويي پيغام کې ویلي دي چې ترکیې وسله والو ځواکونه په د قبرس په ټاپو کې د ترکانو د ازادۍ، خپلواکۍ او سولې او امنیت تضمین دي.
ترکیې ملي دفاع وزارت د ټولنیزې پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
" ۴۶ کاله مخکې مو په قبرس کې په ترک ورورنو د روان ظلم د پایته رسولو او ټاپو ته د سولې راوستو لپاره د ترسره شوو سولې پوځي عملیاتو په کلیزه کې اتلو شهیدانو او غازیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو او درناوی ورته کوو. د هغه غازیانو لپاره چې ژوندي دي د اوږد عمر او روغتیا په هیله. "
په خپور شوي ویدیويي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې قبرس د اناتولیا یوه پارچه ده او زمونږ تر منځه د قدر شراکت په ۱۵۷۱ میلادي کال کې پیل شوی دی.
په ویدیو کې په قبرس کې د روم د وګړو لخوا د ترکانو د مالونو چپآول او پرته د توپیر نه د ښځو، ماشومانو، نارینو او زړو انسانانو د وژلو فلم ته هم ځای ورکړی شوی دی.
په پیغام کې راغلي دي چې د ۴۰۰ کلونو راهیسې په قبرس کې د میشتو ترکانو د مرستې غوښتنې ته د ترکیې جمهوریت د لبیک په ویلو سره عملیاتو لپاره ټول چمتوالی پایته ورسول .
لکه څرنګه چې ترکیې ویلې وو یوه شپه به په ناڅاپي توګه راشو همداسې وشو. ترکیې وسله والو ځواکونو د ۱۹۷۴ میلادي کال د جولای په شلمه نیټه په قبرس کې د سولې عملیاتو په پيلولو سره په قبرس کې د سولې ، ترکانو د ازادۍ او خپلواکۍ او امنتیت په خاطر مهم ګام اوچت کړ. د قبرس ترکانو سر او مال يي تضمین کړ.