په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۹ زرو ته لوړه شوه
- په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۴۹۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۱ زره او ۳۱۰ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۲۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۹ زره او ۶۴۱ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۰۲ زره او ۱۰ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۱۲۴۶ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۳۹۸ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره څلور میلیونه ۲۷۳ زره ۳۷۷ ته لوړه شوې ده.
هغه ویلي چې د تیرې ورځې په پرتله نن د مثبو پيښو شمیره ۹۰ راټیټه شوې ده . هغه وویل هغه پنځه ولایتونه چې په تیرو درې ورځو کې پکې تر ټولو زیاتې مثبتې پيښې ثبت شوي دي په لاندې ډول دي. استانبول- انقره- غازي انتب- قونیه او دیاربکر.
همداشان ارتوین، تونجعلي، بایبروت، قرقلرایلي او بارتین هغه پنځه ولایتونه دي چې په تیرو درې ورځو کې پکې تر ټولو کمې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.