په ترکیه کې د ځايي او ملي موټرو د تولید د فابریکې د بڼسټ ډبره کیښودل شوه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د ځايي او ملي موټرو د تولید د فابریکې د بڼسټ ډبره کیښوده.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیه د موټرو په سکتور کې تر ټولو د ښه لوبغاړو په لیګ کې د پياوړي لوبغاړي په توګه میدان ته دنګولو ته تیاری نیسي.
ولسمشر اردوغان وویل چې " زمونږ د ملت هر وګړي د هیواد د قوت او تولیداتو د ظرفیت استازي ددې پروژې نه پوره ملاتړ کړی دی . د ترکېې ملي او ځايي موټر یواځې په ترکیه کې نه بلکې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د ټولو توجه ځانته اړولې ده . "
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ددې فابریکې چارې به په ۱۸ میاشتو کې سرته ورسیږي او انشاالله چې د پلان له مخې به د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ ربع کې موټر جوړ او بازار ته عرضه کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د موټر د تکنالوژۍ، کاري موډل، کاري پلان او تدارکاتو له پلوه په نړۍ کې د موټرو په سکتور کې د یو قوي لوبغاړي په توګه میدان ته دنګولو ته تیاری نیسو.
ولسمشر اردوغان وویل چې پوره باور لري چې د هیواد د ستر ، قوي او نوښتګر لیدلوري د سمبولونو نه دا اثر زمونږ ځوانو نسلونو ته به د الهام سرچینه وي. زمونږ دې شرکتونو ځان ددې موټر سره په اثبات ورسو او انشاالله چې د نړۍوالې کیدو پر لوري به هم قوي ګامونه اوچت کړي.