د ترکیې د حقاري په ولایت کې چاودنه شوې
په حقاري کې د امنیتي سرتیرو پر موټر چاودنه شوې
1457359
د ترکیې د حقاري په ولایت کې د امنیتي ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال چاودنه شوې.
د حقاري ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې چاودنه د حقاري ولایت د شیمدینلي په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال چاودنه شوې ده.
ویل کیږي چاودنه د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا په لویه لاره کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
پ ک ک ترهګري سازمان دا چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه کړې ده .
په چاودنه کې دوه تنه سرتیري او یو تن هم سیمه ایزو سرتیری ټپيان شوي دي. د پيښې ټپیان سمدلاسه په امبولانس کې د شیمدینلي ولسوالۍ مرکزي روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د بله پلوه په سیمه کې د چاودنې نه وروسته د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.