ولسمشر اردوغان : د ایا صوفیه د جومات مسئله زمونږ د ملي‌ حاکمیت مسئله ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو مسئله زمونږ لپاره د ملي حاکمیت مسئله ده.

1456968
ولسمشر اردوغان : د ایا صوفیه د جومات مسئله زمونږ د ملي‌ حاکمیت مسئله ده

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د حضرت علي په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه نه وروسته خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ایا صوفیا په جومات کې په لومړي لمونځ ادا کیدو جماعت کې به د ۱۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰ تنو ګډون وکړي. د ترکیې د دیني‌ چارو ریاست لازم  اقدامات ترسره کړي. د بلنې چارې به سرته ورسوي. هغه وویل چې د بهرنیو هیوادونو غبرګونونه زمونږ لپاره د ذرې په اندازه اهمیت نلري. پدې حساس وخت کې د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستل زمونږ لپاره د ملي‌ حاکمیت مسئله ده.

ایا صوفیه جومات به له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو سره د حسارت زنځیرونه مات کړي. دا زنځیر په اصل کې وار د مخه مات شوی او ګوزار شوی دی.

زمونږ د ملي‌ حاکمیت په مسئله کې هیڅوک د مداخلې حق نلري.

همداشان ولسمشر اردوغان د لوی اختر په ورځو کې د ګرځبندیز په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، پدې اختر کې ګرځبندیز ګران ښکاري خو پدې اړه به د طبي علمي‌ ادارې سره لازمې سلامشورې وشي. په لوی اختر کې حالات فرق کوي. ځکه چې قرباني مسئله. بل مهمه مسئله اخترونه په تګ راتګ اخترونه او ښکلي وي. تر اوسه پورې د محدودیت لګولو مسئله په اجندا کې شتون نلري.

همداشان ولسمشر اردوغان د ارمنستان لخوا د اذربایجان په خاوره بریدونه یو ځل بیا وغندل او وویل چې ورور هیواد اذربایجان به هیڅکله یواځې پرینږدو . مونږ د تل په څیر نن او په راتلوونکي‌ کې هم د اذربایجان ترڅنګ ولاړ یو.



اړوند خبرونه