ولسمشر اردوغان د جولای د ۱۵ مې کودتا تشبث د ماتولو د څلورمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه
ولسمشر اردوغان : هیڅوک زمونږ د ملت نه ازادي اخیستی نشي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې په شپه د ترکیې په ازادۍ مین ملت یو ځل بیا ټولو ته دا وښوده چې هیڅوک دې ملت ته زلوانې اچولی نشي. هیڅوک ددې ملت نه ازادي اخیستی نشي.
ولسمشر اردوغان د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا په ترکیه کې د ترسره شوي ناکامې کودتا د تشبث په څلورمه کلیزه ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان خپله وینا د جولای د ۱۵ مې خاینې کودتا پر مهال د شهید شوو ۲۵۱ تنو هیوادوالو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت په دعا سره پیل کړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې زړور او میړانه ملت د خپلې ازادې ارادې سره کودتاچیانو ته داسې ځواب ورکړ چې تاریخ به يي په یاد وساتي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې " د هیواد او ددې ملت دښمنانو د جولای د ۱۵ مې په شپه غوښتل چې زمونږ په ازادۍ مین ملت ته زلوانې واچوي خو د الله نه ډیر زیات شکر ګذاره یو چې بریالي نشو . زمونږ زړور ملت ورته اجازه ورنکړه. دا چې الله تبارک و تعالی زه د یو داسې زړور او په ازادۍ مین ملت د غړي په توګه خلق کړی یم د الله نه ډیر زیات شکر ګذاره یم. "
ولسمشر اردوغان وویل چې د جولای د ۱۵ مې شپې د کودتا تشبث په اصل کې د اشغال تشبث وو. زمونږ زړور ملت کودتاچیانو ته داسې ځواب او پر مخ څپیړه ورکړه چې د هغوې ټول پلانونه او هوا او حوس يي ورته په اوبو لاهو کړل.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې هغه برخو چې غوښتل يي زمونږ د جوماتونو په منارو کې د اذان غږ ټپ کړي، زمونږ بیرغ راټیټ کړي او ملي اراده د خپو لاندې کړي د شانداره مقامت سره داسې ځواب ورکړ چې په تاریخ کې به يي هیر نکړي.
زمونږ د ملت هر وګړي د اذان ، بیرغ، ازادۍ او راتلوونکي لپاره هر یو یو قهرمان دی په اثبات ورسو.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا ملت لا د ویلو لپاره ډیرې زیاتې خبرې او عملي کولو لپاره لا زیاتې پروژې لري.