د ایه صوفیه په اړه د ولسمشر د ویاند تازه څرګندونې
ابراهیم قالن : د ایه صوفیه جومات د عبادت پر مخ پرانیستل د هغه تاریخي میراث هویت نه څه نه کموي
1452073
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل چې په استانبول کې د ایه صوفیه جومات د عبادت پر مخ پرانیستل د هغه د تاریخي میراث هویت نه کوم شی نه کمیږي.
ابراهیم قالن د انادولو خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د ورځنۍ اجندا مهمو مسئلو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
هغه د ایا صوفیه اړوند روانو بحثونو او جنجالونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل
" په استانبول کې ایه صوفیه جومات د عبادت پر مخ پرانیستل د هغه د تاریخي میراث هویت نه کوم شی نه کموي. دا به لا زیات انسانانو ته د ایه صوفیه نه لیدنې ته زمینه برابره کړي. "
قالن د اسراییلو لخوا لویدیځې تراړې خاوره په خپله خاوره کې د ګډولو د پلان په اړه وویل چې دا د اسراییلو لخوا د غضب او اشغال نوي سیاستونه دي. نوې لوبه او حمله ده. هیڅوک باید د اسراییلو پدې لوبه فریب ونه خوري.