په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۲۴ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۳۳۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۶ زره او ۳۱۸ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۹۸۳ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۲۴ زره ۳۷۵ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۵۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۵۸۲۵۹ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۱۴۴۵ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۷۷۸ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره یو میلیون ۱۱۱زره۳۶۶ ته لوړه شوې ده.