ترکیې په سوریه کې د اسد د رژیم یوه بله جنګي الوتکه هم رانسکوره کړه.
ترکیې د یوې اونۍ په دننه کې د اسد د رژیم دریمه جنګي الوتکه رانسکوره کړه
1370979
دا خبره د ترکیې د ملي دفاع وزارت وکړه. د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د فبروري په ۲۷ مه نیټه د سپرلي ډال د پوځي عملیاتو په لړ کې د اسد د رژیم یوه بله جنګي الوتکه هم رانسکوره شوه.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د اسد رژیم اړوند ایل ۳۹ ډوله الوتکه وویشتل شوه.
د ویلو ده چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د تیرې یوې اونۍ په دننه کې دریمه جنګي الوتکه ده چې ویشتل کیږي.
دفاع وزارت ویلي دي چې د سپرلي ډال عملیات په ډیر بریالیتوب سره پر مخ روان دي. ټوله شپه يي دوام وکړ. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوه جنګي الوتکه، یوه بې پيلوټه الوتکه، ۶ ټانکونه، ۵ اوبوس توپونه، یو بم ۴۰ ، ۲ د دافع هوا توغندیو دستګاوې، ۳ زغروالې موټرې، ۵ موټرې، ۶ عسکري موټرې او یو هم د مهماتو ډیپو او ۳۲۷ تنه هم د اسد جنګیالي له منځه وړل شوي دي.