ولسمشر اردوغان : بیت المقدس زمونږ سره کرښه ده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو لخوا جوړ شوي د فلسطین د پارچه پارچه کولو د پلان په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
ولسمشر اردوغان د فلسطین او اسراییلو د تش په نامه د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر لخوا جوړ شوي پلان نه د فلسطین د اشغال د پروژې په توګه یادونه وکړه.
ولسمشر اردوغان د انادولو د رسنیو د ټولنې لخوا جوړ شوي د انادولو د مډیا د جایزو په مراسمو کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې د ټرمپ په اصطلاح د سولې د پلان په اړه وویل " ددې پلان نه د پيړۍ د تفاهم او تړون په توګه یادونه کوي، د څه شي تفاهم ، دا د اشغال پروژه ده."
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې هیڅوک د فلسطین برخلیک ټاکلی او بدلولی نشي. بیت المقدس پلورونکی ندی.
هغه وویل " بیت المقدس زمونږ سره کرښه ده. زه پوره باور لرم چې په زرګونو او لسګونو زره تنه زمونږ فلسطیني ورونه به د خپلو وینو په بیه پدې اړه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. مونږ هم دې مبارزې ته چمتو یو."
ولسمشر اردوغان د هیواد نه بهر د ترکیې پر خلاف روانو خصمانه تبلیغاتو نه یادونه وکړه او وویل چې په نړۍ کې په واقعي توګه د ترکیې د اهدافو او څیرې د معرفي کولو په خاطر د مدني ټولنو نه د مرستې او ملاتړ غوښته کوو.
هغه وویل چې " نن ورځ په نړۍ کې د ترکیې او ترک ملت د بدنامۍ په خاطر کار کوونکې یوه ډیره ستره شبکه او میکانیزم فعالیت کوي. ددوې ترمنځه ارمني لوبي، یوناني لوبي، د پ ک ک ، داعش او فتو ترهګري سازمانونه ځای لري. پدې ډول یو زیات شمیر د ترکیې دښمنان سره راټول شوي دي. زه د ټولو نه هیله کوم چې د هیواد نه بهر ژورنالستان ژورنالستانو ته ، سوداګر سوداګرو ته ، پانګه وال پانګه والو ته ، کارپوهان کارپونو ته ، زده کوونکي زده کوونکو ته او په لنده توګه د هیواد هر وګړی خپل مخاطب ته د ترکیې اصلي څیره بیان کړي . پوره باور لرم چې په لنډه موده کې به حقیقت د هر چا غوږ ته ورسیږي او ددې منفي تبلیغاتو مخه به ونیول شي."
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د ۲۰۲۳ کال کې هدفونو ته د رسیدو په خاطر شپه او ورځ کار کوي. هغه وویل چې زمونږ یواځنی مخاطب او حساب ورکولو مرجع ملت دی. مونږ د چا څه ویلو ته نه ملت څه وايي ته غوږ نیسو. زمونږ استقامت ملت تعینوي او کوم استقامت چې ملت تعین کړي په هغه روانیږو.