ولسمشر اردوغان لویدیځې نړۍ ته ډیر سخت خبرداری ورکړ

اردوغان : لویدیځه نړۍ باید کډوالو په برخه کې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل وکړي‌ او د نه کولو په صورت کې به ترکیه مجبوریږي‌ چې د کډوالو پر مخ ټولې دروازې پرانیزي

1264150
ولسمشر اردوغان لویدیځې نړۍ ته ډیر سخت خبرداری ورکړ

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب  اردوغان په لویدیځې نړۍ غږ وکړ چې د کډوالو په مسئله کې په خپلو کړو ژمنو  عمل وکړي‌ او د ترکیې سره  مرسته وکړي‌ ، د مرستې د نه کولو په صورت کې ترکیه مجبوریږي‌ چې د اروپا دروازې  د کډوالو پر مخ پرانیزي.

ولسمشر اردوغان  د عدالت او پراختیا ګوند د ولایتي‌ شوراګانو  د رئیسانو غونډې  ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان پر لویدیځې  نړۍ  د کډوالو  په مسئله کې  ډیرې  سختې  نیوکې  وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې لویدیځې نړۍ  د ګډوالو په مسئله کې د ترکیې سره د مرستو کولو ژمنه کړې وه خو له بده مرغه چې  کړې  ژمنې  ندي‌ پر ځای کړي.

لسمشر اردوغان وویل « که چیرې  په سوریه کې د امن سیمه  جوړه نشي  ترکیه مجبوریږي‌ چې  د اروپا دروازې د کډوالو پر مخ پرانیزي. که مرسته کوۍ وکړئ  او که نه يي کوۍ  ترکیه مجبوره  ده چې  د کډوالو پر مخ  د اروپا دروازې  پرانیزي. دا لوی  او دروند  بار به یواځې  ترکیه په اوږو  اخلي؟»

د کډوالو په برخه کې  لویدیځې نړۍ او اروپايي‌ ټولنې  د ترکیې سره  د مرستو ژمنې  کړې وې خو له بده مرغه چې  دا مرستې مونږ  ترلاسه نکړې. که چیرې  حالات په همدې  شان دوام وکړي‌ مونږ  مجبوریږو چې  د اروپا دروازې د کډوالو پر مخ پرانیزو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه  په پام کې لري‌ چې د روانې سپټمبر میاشتې  تر وروستۍ اونۍ  په سوریه کې د فرات سیند ختیځې برخه کې  د امن سیمه  جوړه کړو. زمونږ  هدف  د ۴۵۰ کیلومترو  په اوږدو کې  د ترکیې د پولو پورې غاړې ته  د امن پدې سیمه کې  د څه باندې  یو میلیون تنو سوري‌ کډوالو ځای پر ځای کول  دي.



اړوند خبرونه