د ترکیې ولسمشر روسیې ته سفر کوي
ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته ځي
1257788
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته ځي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست په ۲۷ مه نیټه د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې د روسیې فدراسیون ته سفر کوي.
د سفر اصلي موخه د سوریې مسئله ده.
ولسمشر اردوغان به د خپل روسي سیال سره په سوریه کې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټيلیفون په کرښه خبرې کړې وې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې هم د سوریې او لیبیا په وروستیو پرمختګونو خبرې کړې وې.