د ترکیې او امریکا د دفاع وزیرانو ټيلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
1256423
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې ددې ټیلیفوني خبرو اصلي موضوع د سوریې په شمال کې جوړیدونکي د امن سیمه وه.
د هیواد د ملي دفاع وزارت پدې اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې د ملي دفاع وزیر اکار د سوریې په شمال کې د فرات نهر ختیځو برخو کې جوړیدونکي د امن د سیمې په اړه خپل نظریات او توقعات د خپل امریکايي سیال سره شریک کړل. هغه وویل چې د امن سیمه باید پرته د ضایع د وخت نه ټاکل شوي پلان په مطابق هر څه ژر جوړه کړی شي.
په بیان کې راغلي دي چې د ترکیې او امریکا د دفاع وزیرانو د نن نه په اعتبار سره د نوموړي پلان د لومړۍ برخې د تطبیقولو په اړه تفاهم وکړ.
همداشان دواړو وزیرانو د پلان د نورو پړاونو د تطبیق په خاطر په نږدې ورځو کې د دواړو هیوادونو پوځي هیتان په پلازمینه انقره کې سره د غونډې کولو په اړه تفاهم وکړ.