ترکیې د اسراییلو پر خلاف ډير سخت غبرګون وښود
ترکیې د اسراییلو لخوا د مسجدالاقصی د اوسني حالت د بدلولو اړوند د هلو ځلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره د مسجدالاقصی جومات د اوسني حالت د بدلولو په اړه د اسراییلو د عامه امنیت د وزیر څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی. د ویلو ده چې د اسراییلو عامه امنیت وزیر ګیلاد ایردان پرون ویلي وو چې یهودانو ته په مسجدالاقصی کې د عبادت کولو د حق ورکولو په خاطر باید د مسجدالاقصی اوسنی ځانګړی حالت تغیر ومومي. هغه ویلي وو چې پدې اړه يي ځینې اقدامات پیل کړي دي.
ترکیې بهرنیو چارو وزارت بیا په پدې بیان کې د اسراییلي وزیر دا څرګندونې په کلکه توګه غندلي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د اسراییلو د عامه امنیت د وزیر ګیلاد ایردان لخوا د مسجدالاقصی د اوسني ځانګړي حالت د بدلولو اړوند څرګندونې په ټوله معنا سره ردو. دا څرګندونې د یو ناسم ذهنیت ښکاره بیلګه ده.
په بیان کې راغلي دي چې د بیت المقدس تاریخي او حقوقي موقف په اړه هر ډول تغیرات او بدلون او پدې اړه مستقیم او غیرې مستقیم څرګندونې او اقدامات په سیمه کې تاوتریخوالي د لا ډیریدو لامل ګرځي.
په بیان کې راغلي دي چې د لوی اختر په ورځ ځینو افراطي یهودي ډلو چې غوښتل د مسجدالاقصی په اړه ځیني تحریک امیزه اقدامات وکړي او د فلسطینیانو لخوا يي مخه نیول کیده اسراییلي پولیسو په حرم شریف کې په فلسطینیانو ډیره سخته مداخله وکړه چې په پایله کې یو زیات شمیر فلسطینیان ټپیان شول.
اسراییلي مقامات د اشغال لاندې د فلسطین په خاوره کې غیرې قانوني کړنو ته چې په سیمه کې د تاوتریخوالي لامل ګرځي هر څه ژر د پای ټکی کیږدي. د هر ډول غیرې مسئولانه چلند نه باید ډډه وکړي.