د ترکیې د هتای ولایت د ریحانلي په ولسوالۍ کې په یو موټر کې چاودنه وشوه.
په هتای ولایت کې چاودنه شوې
د ترکیې د هتای ولایت د ریحانلي په ولسوالۍ کې په یو موټر کې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې ۲ تنه مړه او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.
چاودنه د ریحاني ولسوالۍ د ولسوالۍ د مقام په ۷۵۰ مترۍ کې رامنځته شوې ده . په پیښه کې ۲ تنو د سوریې وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړي چاودنې په اړه وویل چې ، په لومړنیو تحقیقاتو کې داسې معلومه شوې ده چې کیدای شي دا برید د ترهګرو سره تړاو ولري.
ولسمشر اردوغان د جمعې د لمانځه نه وروسته د پيښې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کورنیو چارو وزیر نه يي د پيښې په اړه د اخیستو معلوماتو له مخې چاودنه په یو موټر کې شوې ده . په موټر کې ۳ تنو شتون درلود چې دوه تنه يي مړه او یو تن يي ټپي شوی دی.
د چاودنې نه وروسته موټر اور اخیستی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د پيښې په اړه ویلي دي چې نن د ماسپخین د یوې بجې په شاوخوا کې د ریحانلي په ولسوالۍ کې په یو موټر کې چې د حرکت په حال کې وو چاودنه وشوه. هغه ویلي دي چې پدې موټر کې ۳ تنه د سوریې وګړي چې د کډوالو په توګه يي ترکیې ته پناه راوړې وه سپاره ول. په پیښه کې دوه تنه مړه او یو تن ټپي شوی . هغه ویلي دي داسې ګمان کیږي چې پدې موټر کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای شوي وو.
هغه ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.