ترهګرو داځل د ایران سره په ګډه پوله کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ.
ترهګرو یو تن سرتیری په شهادت ورسو
1198692
د ترکیې د ایغدر ولایت اړوند د دیلوجو په سیمه کې د ایران په پوله کې ترهګرو پر امنیتي ځواکونو بمي برید وکړ.
په پیښه کې یو تن سرتیری شهید او یو تن بل ټپي شوی دی.
د هیواد د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د سهار په ساعتونو کې ترهګرو د ایران سره په پوله کې د ایغدر ولایت د دیلوجو په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د لاس بم برید وکړ.
په برید کې دوه تنه سرتیري سخت ټپیان شول چې یو يي د ټولو مداخلو سره سره په شهادت ورسید او بل تن په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
ټپي شوي سرتیري د ایغدر ولایت دولتي روغتون ته انتقال شوي وو.
ددې پیښې نه وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې پراخه چاڼیز عملیات پیل کړل.