ترکیې د یمن سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ترکیې د یمن جنګ ځپلو خلکو ته بشري مرستې ولیږلې
1186408
ترکیې د یمن سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ترکیې د یمن سره د بشري مرستو په چوکاټ کې نوموړي هیواد ته ۱۱ زره ټنه خوراکي توکو مرسته ولیږله.
په یمن کې د ترکیې د سرې میاشتې د چارو مسئول مصطفی ایدن وویل چې مرستې رارسیدلي دي او د یمن د مارب د ښار نه به يي په ویشلو پیل وکړو.
هغه وویل چې ددې مرستو ۴۴۰ ټنه به د اپریل د میاشتې تر ۳۰ مې نيټې په اړینو خلکو وویشل شي.
هغه وویل هڅه کوي چې دا مرستې د روژې د مبارکې میاشتې د پیلیدو نه مخکې د یمن د مارب ، حضر موت ، ایبین، الحج،عدن او التعیز په ښارونو کې به اړینو کسانو، د شهیدانو کورنیو، داخلي کډوالو او قرانکریم کریم د مدرسو زده کوونکو باندې وویشل شي.
هغه ویلي دي چې ترکیې نه یمن ته یواځې د سرې میاشتې له لارې نه بلکې د یو زیات شمیر ملکي ټولنو لخوا هم مرستې رالیږل کیږي.