د ترکیې د ژاندارم ځواکونو د چناق کلا د ستر بري په خاطر یو لنډ ویدیويي فلم خپور کړی دی

د ترکیې  د ژاندارم  ځواکونو عمومي قومندانۍ  د مارچ ۱۸ مه د شهیدانو د یادښت او د چناک کلا د سمندري جګړې د ستر بري  د ۱۰۴ مې کلیزې  په مناسبت  یو لنډ ویدیويي فلم  چمتو کړی دی.

1165385
د ترکیې د ژاندارم ځواکونو د چناق کلا د ستر بري په خاطر یو لنډ ویدیويي فلم خپور کړی دی

 

پدې ویدیو کې د چناک کلا   د  جګړې پر مهال د ثبت شوي  فلم ځینو برخو او په جبهه کې  د جګړې پر مهال  اخیستل شوي  د ترکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک ځینو  انځورونو ته  ځای ورکړ شوی دی.

همداشان پدې ویدیو کې  یو  لنډ پیغام هم خپور شوی دی.

په خپور شوي پیغام کې داسې ویل شوي دي! اناتولیا زمونږ  زر کلن وطن دی. پدې جنت وطن کې د ژوند کولو بدل  ډیر دروند  دی. ځکه چې دا ځای د حق او باطل ترمنځه د مبارزې  دایمي جبهه ده. پدې خاوره کې په منت او یا ټیټ سر سره ژوند کولای نشې، ځکه چې  په هر ولیشت خاوره کې  د شهیدانو  وینې  او تندي  خولې  پرتې دي. دلته  د بیرغ  په خاطر  د مځکې لاندې د پرتو  بې شمیره  شهیدانو او زړورانو خاوره ده. دا د هغه  میړانه  ملت  چې د جنت په څیر پدې جغرافیې حکم  کوي د اتلولۍ او میړانتیا  لومړی  داستان ندی  او وروستی به هم  نوي. که چیرې غواړي چې پدې خاوره کې  د چناک کلا د داستان  کومه نښه او نښانه لټوې  او یا ګمان کوې  چې ددینه وروسته به بل داسې داستان څوک ولیکي؟ یو ځل ددې هیواد د یو بچي سترګو ته  وګوره دا ستا د ټولو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په خاطر کافي دی.

د ترکیې په جمهوریت مین  او د قانون پوځ ژاندارم  د انافارتالر او کیریچ ټپې د جګړې په څیر  په عینې میړانتیا  او شهامت سره  ۱۸۰ کاله کیږي  د ترکیې عزیز او میړانه  ملت ته  خدمت کوي. او دې میړانه ملت ته د خدمت له امله  افتخار کوي.   



اړوند خبرونه