ولسمشر اردوغان : په سوریه کې جوړیدونکې د امن سیمې کنټرول به بل چاته پرینږدو

ولسمشر اردوغان  تیره شپه د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې  د ترکیې او سیمې د اجندا د مهمې مسئلو په اړه  پوښتنې ځواب کړې.

1153296
ولسمشر اردوغان : په سوریه کې جوړیدونکې د امن سیمې کنټرول به بل چاته پرینږدو

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې  د ترکیې پولو ته نږدې د جوړیدونکې د امن سیمې  کنټرول به بل چاته پرینږدي.

ولسمشر اردوغان  تیره شپه د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې  د ترکیې او سیمې د اجندا د مهمې مسئلو په اړه  پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل ترکیه  د سوریې په شمال کې  د ترهګرو پر خلاف مبارزې ته د بقاء د مسئلې په سترګه ګوري. ځینې برخې  په سوریه کې د ترکیې پولو ترڅیرمه  د ترهګرو  پر موجودیت  سترګې پټوي. هغه وویل چې  پدې سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي  موجودیت  د ترکیې لپاره  ستر تهدید تشکیلوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به په سوریه کې د ترکیې د پولو تر څیرمه  د جوړیدونکې امن سیمې کنټرول بل چاته  پرینږدي.

هغه وویل چې دا مسئله  زمونږ  لپاره  ډیره مهمه ده. مونږ  ددې سیمې کنټرول فرانسې، جرمني او یا امریکا  ته  پریښودلی نشو. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ټوله نړۍ په یوه غږ وايي چې د ترکیې پرته  د سوریې روانه ستونزه  د حل  وړ نده. پدې ټول  ډیر ښه  پوهیږي.

ولسمشر اردوغان امریکا متحده ایالتونو ته هم  خبرداری ورکړ. هغه وویل چې امریکا باید د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو مسئله  زمونږ  د مصروفولو او غولولو په مسئلې بدله نکړي. که چیرې  د امریکا نیت  زمونږ مصروفول  او غولول وي  بیا به زمونږ  چلند او دریځ کې هم  بدلون راشي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  امریکا د سوریې نه  د خپلو ځواکونو لویه برخه  وباسي  خو  د وروستیو معلوماتو له مخې  داسې ښکاري چې پدې هیواد کې په سمبولیکه توګه دوه درې سوه تنه د ایتلافي ځواکونو سرتیري  پریږدي.

ولسمشر اردوغان  پخپله دې مرکه کې په اروپايي ټولنې هم  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل چې  اروپايي ټولنې  خپل جاذبیت  د لاسه ورکړی دی. اروپا کې  حضور او ثبات پاتې ندی. که چیرې  په همدې شان دوام وکړي  ترکیه مجبوره ده چې خپله لاره  معلومه کړي.  



اړوند خبرونه