ولسمشر اردوغان د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو ته د نوي کال د مبارکۍ پیغامونه واستول
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي میلادي کال په ویاړ د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو ته د مبارکۍ پيغامونه واستول .
ولسمشر اردوغان د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ته په استولي د مبارکۍ په پیغام کې ویلي دي « ښاغلی ولسمشره او زما قیمتي دوسته، تیر کال سره ددې چې د ترکېې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې ځینې لوړې ژورې رامنځته شوي خو دواړو هیوادونو اړیکي لازمې سویې ته د رسولو په خاطر په متقابله توګه هلې ځلې کړي دي.
زه پدې باور یم چې د متقابل درناوي او صمیمت پر بڼسټ ولاړو د ترکیې او امریکا د متقابلو اړیکو راتلوونکی به د ستراتیژیک شراکت او همکاریو کچه لازمې سویې ته د رسولو سره به لا روښانه وي. غواړم یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل ، سره ددې چې په نړۍواله کچه په کراتو د ګډ امتحانونو سره مخامخ شوي یو خو د ترکیې او امریکا ترمنځه همکاري تل نړۍوالې سولې او ثبات سره ډیره مرسته کړې ده .
د نوي میلادي کال د رارسیدو له امله تاسې او د دوست هیواد امریکا خلکو ته مبارکي وایم او ددې په هیله چې نوی کال د ټولو لپاره د روغتیا او سلامتیا نه ډک یو کال وي.»
ولسمشر اردوغان د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته هم د نوي کال په ویاړ د مبارکۍ پیغام استولی دی. ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته استولي د مبارکۍ په پيغام کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د دوه اړخیزو اړیکو په اهمیت د ټینګار سره ویلي دي، تمه کوم چې په نوي میلادي کال کې د ترکیې او روسیې اړیکې لا قوي او لوړې سویې ته ورسیږي.
همداشان ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان لومړۍ وزیرې تیریزا مې ته هم د مبارکۍ پيغام استولی دی.
ولسمشر اردوغان مې ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې او انګلستان ترمنځه د همکاریو د کچې د لوړولو او قوي اړیکو له پلوه یو ډیر ښه کال وو. ددې په هیله چې زمونږ متقابلې اړیکې په همداشان پرمختګ ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ته هم د نوي کال د مبارکۍ پیغام استولی دی.
ولسمشر اردوغان د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ته په استولي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې « زه پوره باور لرم چې په نوي میلادي کال کې به د ترکیې او فرانسې اړیکې چې د متقابل درناوي او صمیمت پر بڼسټ ولاړې دي د ګډې همکارۍ او هلو ځلو سره به لا لوړې سوریې ته ورسیږي. د ترکیې او فرانسې اړیکې چې په اروپا او منځني ختیځ په مسلو کې په کراتو د قوي امتحانونو سره مخامخ شوي دي خو پوره بار لرم چې زمونږ ترمنځه قوي همکاري د نړۍ د سولې او ثبات سره ډیره زیاته مرسته کوي. »
ولسمشر اردوغان په استولي پیغام کې د فرانسې ولسمشر او فرانسې خلکو ته د نوي کال د رارسیدو له امله مبارکي ویلې او هغوې ته يي د روغتیا او سلامتیا غوښتنه کړې.
ولسمشر اردوغان د چین ولسمشر شي جین پینګ ته هم د نوي کال د مبارکۍ پیغام استولی دی.
ولسمشر اردوغان د چین ولسمشر ته په استولي پيغام کې ویلي دي « ښاغلی ولسمشره او زما قیمتي دوسته، د ترکیې او چین ترمنځه همکاري او اړیکي په هر برخه کې د ودې او پرمختګ په حال کې دي چې دا زمونږ لپاره د خوښۍ ځای دی. ددې په هیله چې د ترکیې او چین ترمنځه اړیکې په همدې شان ودې ته دوام ورکړي. »
ولسمشر اردوغان د نوي کال د رارسیدو له امله د چین ولسمشر او د چین خلکو ته مبارکي ویلې ده .
همداشان ولسمشر اردوغان د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ته هم د نوي کال د مبارکۍ پیغام استولی دی.
ولسمشر اردوغان مودي ته په استولي پيغام کې ویلي دي « ستاسې ښکلي هیواد ته د سفر ښکلې او تودې خاطرې زمونږ په ذهن کې اوس هم تازه دي. د ترکیې او هندوستان ترمنځه اړیکې په برخه کې په چټکه توګه د ودې او پرمختګ په حال کې دي چې دا زمونږ لپاره د خوښۍ ځای دی. زه پوره باور لرم زمونږ اړیکې چې د دوستۍ په قوي بڼسټونو ولاړې دي لا پسې قوي او د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره به لا لوړې سویې ته ورسیږي. تاسې او هندوستان خلکو ته د نوي کال مبارکي وایم او ستاسې او دوست هیواد هندوستان د خلکو د روغتیا او سلامتیا هیله کوم.»