چاوش اوغلو : د فرانسې د پولیسو لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف روان شدت د منلو وړ ندی

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې په فرانسه کې  د (زیړو واسکټدارو )  مظاهره چیانو د پولیسو لخوا  سخته مداخله  عبرتناکه  مسئله ده.

1103608
چاوش اوغلو : د فرانسې د پولیسو لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف روان شدت د منلو وړ ندی

 

چاوش اوغلو دا څرګندونې په انتالیا ولایت کې  د خبریالانو د جمعیت لخوا  جوړ شوي د ۲۰۱۷ کال د مطبوعاتو د جایزو  او د حسن اوزکایا د انځورونو  د سیالۍ په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل چې  د تیرې خالي پر ورځ په فرانسه کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې  تر ۱۲۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي. هغه وویل چې  ترکیې هیڅکله هم  د ورانکارۍ او وندالیزم  نه ملاتړ کړی ندی خو کله چې په ترکیه کې دا ډول ورانکاري  او وندالیزم  رامنځته شي  دا هیوادونه  ترینه په ډیره قوي توګه  ملاتړ کوي. د نوموړو هیوادونو  د مطبوعاتو نه نیولې تر مدني او ملکي ټولنو او سیاستوالو پورې  په سور او نارو  پیل کوي  او د ورانکارو ترڅنګ  دریږي.

چاوش اوغلو زیاته  کړه چې  دې هیوادونو به هره ورځ  ترکیې ته د خپلې اجندا په سر کې ځای ورکولو. نن ورځ تاسې وګورۍ چې په فرانسه کې هم  ورته  مظاهرې  او ورانکارۍ  ترسره کیږي. مونږ  د فرانسې په مظاهرو کې هم  وخت نا وخته  د ورانکارۍ  او وندالیزم  شاهدي کوو. مونږ د وندالیزم  پر خلاف يو  خو  د فرانسې د پولیسو لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف  کاریدونکی شدت  او مداخله  د عبرت نه ډکه ده. د مظاهرو په اړه د مطبوعاتو دریځ  یو ستر فلاکت  دی. دیته وايي  د یو بام  او دوه هوا  چلند. نن ورځ د فرانسې  او لویدیځې نړۍ  مطبوعات، ملکي ټولنې  او سیاستوال  چیرته  دي. ولې غږ نه اوچتوي. ځکه چې دوی  دوه مخي دي. لویدیځه نړۍ نن ورځ  ولې غږ نه اوچتوي ؟ دا ځکه چې هغوې  ددې هیواد سره  همغږي کوي. هغوې وايي چې  فرانسه  د اروپايي ټولنې غړی  دی  او مونږ  باید  د ټولنې د غړي او خپل ګاونډي نه  ملاتړ وکړو  او همکاري ورسره وکړو.

هغه وویل تمه لري چې په اروپا کې روان  شدت  او مظاهرې  هر څه ژر پایته ورسیږي. ځکه چې  ددې هیواد استقرار د ترکیې لپاره ځانګړې اهمیت لري.

د اورپا لویه وچه  چې ترکیه هم  پکې موقعیت لري  که چیرې د نورې نړۍ سره  مقایسه  کړو د نړۍ  تر ټولو باامنه  او اقتصادي پلوه  پرمختللې لویه وچه ده.

ددې په هیله  چې  د اروپا لویه وچه  لا پرمختګ  او وده وکړي  دا ځکه چې  دا خبره زمونږ په ګټه هم  ده.



اړوند خبرونه